د امریکا ولسمشر جوبایډن، د دوشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر کيیف ته ولاړ.
د رویټزر خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې ولسمشر بایډن د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره په خبرو کې ویلي چې واشنګټن به تر هر وخته چې د روسیې او اوکراین جګړه دوام وکړي، د کيیف تر څنګه به ودرېږي.
د روسیې او اوکراین جګړې له پیل وروسته، دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر کييف ته ځي.
د رویټزر د راپور پر بنسټ، ولادیمیر زلنسکي اوکراین ته د ښاغلي بایډن له سفره په هرکلي سره وویل چې دا سفر د اوکراین له ټولو وګړو د امریکا د ملاتړ له مهمو نښو څخه دی.
د امریکا او اوکراین ولسمشرانو د تسلیحاتي سرچینو په هکله هم خبرې کړې دي.
ورته مهال سپينې ماڼۍ اعلان کړی چې جوبایډن پر روسیې نوي بندیزونه لګوي او له کييف څخه به خپل جدي نظامي ملاتړ اعلان کړي.
په دې اړه مو اندونه