Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې سېلابونو ۶۹ تنه مړه کړي

پاکستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د قربانیانو شمېر ۶۹ ته ورسېده. 

دغه هېواد کې سېلابونو او ورښتونو ګڼې استوګنیزې ودانۍ، لارې او پلونه ویجاړ کړي او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

د بلوچستان، چمن سیمې په مرکزي روغتون کې ډاکټر، عبدالرشید نصیر وویل: « د یو کور دېوال لوېدلو له امله یوه ښځه مړه او درې تنه نور ژوبل شول چې تر درملنې لاندې وه او کور ته لېږدول شوي دي. اوبو یو موټر ویوړ، موټر چلوونکی وژغورل شو خو درې ښځې او دوه ماشومان مړه شول. یو ماشوم لا هم ورک دی، د یوه بل نامالوم ماشوم مړی هم له اوبو راویستل شوی او دلته په روغتون کې ده.»

تېره ورځ هم په چمن کې د ورښتونو او سېلابونو له امله د بلوچستان په چمن سیمه کې لږ تر لږه ۷ تنه مړه شوي دي. 

د پاکستان اوسېدونکي، جلال اڅکزي وویل: « له تېرو پنځه ورځو راهیسې په پرله پسې توګه باران وریږي. نن شدید باران وشو چې له امله یې درې ښځې او درې ماشومان مړه شوه، تر شلو ډېر ژوبل شول او روغتون ته ولېږدول شول. سربېره پر دې سېلاب ډېر موټر له ځانه سره ویوړل.»

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې د باران او په شمالي لووړو سیمو کې د واورې د ورښت خبرداری هم ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه