Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اردوغان د پوځي عملیاتو د بیا پیل خبرداری ورکړ

د ترکیې ولسمشر وايي که د سوریې پولې ته نېږدې سیمو نه د کردي جنګیالیو د وتو په تړاو له امریکا سره شوې هوکړه پلې نشي، ترک پوځیان به د سوریې په شمال ختیځ کې بیا خپل پوځي عملیات پیل کړي.

 د ترکیې ولسمشر په دې اړه وايي:«هغه ژمنې چې له موږ سره شوې دي، عمل ونشي، موږ به د مخکې په څېر صبر ونه کړو. لکه څنګه چې مو دا کار وکړ، او خپلو عملیاتو ته به دوام ورکړو.»

څلور ورځې مخکې انقرې او واشنګټن د سوریې پوله کې پر پنځه ورځني اوربند هوکړه وکړه.

د هوکړې له مخې په دې موده کې باید کرد جنګیالي د سوریې په پوله له پرتو سیمو ووځي.

په همدې حال کې د رویترز خبري اژانس د خبر له مخې د سوریې پر پوله پرتو سیمو کې اوربند مات شوی او په تېرو ۳۶ وروستیو ساعتونو کې ۱۴پاروونکي بریدونه شوي دي.

ترکیې ویلي دي چې دا بریدونه کردي جنګیالیو کړي دي. ترکیه یاد جنګیالي ترهګر بولي.

همداراز کردي جنګیالي بیا ترکي پوځيان د اوربند په ماتولو تورنوي او وايي چې ترکیې د سوریې په شمال ختیځو سیمو کې ملکي کسان په نښه کړي دي.

امریکا او ترکیې د پنج شنبې په ورځ پنځه ورځني اوربند باندې هوکړه وکړه

شریک یي کړئ