د ایران په شمال ختیځه برخه کې یوې ځواکمنې زلزلې، پنځه تنه وژلي او څه باندې سل تنه نور یې ټپيان کړي دي.
دغه زلزله د ریکټر پنځه اعشاریه شپږ درجې وه، خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د رپوټونو پر بنسټ، کابو څلوېښت کورونه ویجاړ شوي دي، مرستندویه ډلې هڅه کوي څو زیانمنو ته مرستې ورسوي.
ویل کېږي چې شونې ده د پېښې د قربانیانو شمېر زیات شي.