د رویټرز خبري ژانس د راپور له مخې برېټانیا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۳۲ زره او ۳۱۳ تنو ته ورسید.
له تازه شمېر سره برېټانیا له امریکا وروسته نړۍ کې دوهم هېواد دی چې د کرونا ویروس قربانیان په کې زیات دي.
مخکې له دې ایټالیا نړۍ کې د ۲۹زر او ۳۱۵ کسانو مړینې سره دوهم هېواد وو.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر، دومینیک راب خبري ناسته کې وویل:«فکر نه کوم چې د کرونا ویروس د پای ته رسېدو پورې د هېوادونو د عمل په تړاو حکم وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له مخې لومړی دی او له ۷۱ زرو ډېرو کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د برېټانیا د شمېرو دفتر د مالوماتو له مخې یوازې تېره اوونۍ دغه هېواد کې ۷ زرو کسانو د کرونا ویروس له کبله ژوند له لاسه ورکړی.
همداراز روسیه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۱۰ زره او ۱۰۲ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې سره دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۵ زره او ۳۷۰ ته ورسید.
تر اوسه دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۱۴۵۱ تنه مړه شوي هم دي.