Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیه د داعش زنداني جنګیالي خپلو هېوادونو ته لېږدوي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د داعش ډلې بندیان به له ترکیې خپلو هېوادونو ته واستوي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وايي چې د داعش دلې د دغو جنګیالیو د سنېدو بهیر د همدغې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، کابو ۱۲۰۰ داعش جنګیالي په ترکیه کې زنداني دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په دې اړه وايي:«موږ د داعش دغه بندیان چې کردي اورپکو ازاد کړي وو. بندیان کړي. اورپا ته وايي چې هغوی به خپلو هېوادونو واستوو. هغوی زموږ خلک نه دي. تاسې هغوی دلته استولي؛ خو موږ به هغوی بېرته ستانه کړو.»

له دې مخکې، ځينې اروپايي هېوادونو ویلي چې د هغوی دغه وګړي په کوم ځای کې چې نیول شوي هملته باید محاکمه شي؛ ځکه هملته یې په ترهګرۍ لاس پورې کړی، خو ترکیه دغه استدلال نه مني:«اروپا وايي چې د دغه هېواد وګړیتوب یې ترې اخیستی. هر کار چې غواړئ وکړئ، خو موږ د داعش دغه جنګیالي به بېرته واستوو. هغوی ستاسو وګړي دي. ترکیه د داعش جنګیالیو هوټل نه دی.»

د سوریې په شمال ختیځه برخه کې کردي اورپکو ویلي چې په دغې سیمه کې د ترکیې د عملیاتو له پیل وروسته، په سلګونه داعش جنګیالیو له زندانونو تېښته کړې؛ خو ترکیه، کردي اورپکي د دغو جنګیالیو په ازادولو تورن وي.

شریک یي کړئ