Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حقاني: له ترهګرو د پاکستان ملاتړ دوام به خطرناکه پایلې ولري

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر، حسین حقاني خبرداری ورکوي چې که پاکستان له ترهګرۍ څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، نو ناوړه پایلې به ولري.

نوموړي چې د هند په نوي ډيلي کې د خپل نوي کتاب مخکتنې پرمهال خبرې کولې، وویل چې پوځي تګ لاره او له ترهګرو د پاکستان پوځ ملاتړ به د دې هېواد لپاره ښه پایله ونلري.

ده په دې اړه وویل:«پوځي تګلاره او بلواګري د پاکستان لپاره ښه راتلونکې نلري. پاکستان به هغه مهال خپل پوځ سره مینه ولري چې په سیاست کې لاسوهنه ونه کړي او له دې وروسته سیاست کې د لاسوهنې روزنه ورنکړل شي.»

حقاني له ترهګرو ملاتړو هېوادونو او د پيسو مینځلو ضد بنسټ یا «فتف» خړ نوملړ کې د پاکستان نوم ځایولو سره وايي چې دا هېواد باید خپله تګلاره بدله کړي.

ده زیاته کړې ده:«ترهګري اوس‎مهال داسې مسله شوې ده چې د پاکستان هند اړیکو خرابولو ترڅنګ یې د پاکستان اړیکې له امریکا سره هم خرابې کړې دي او نور هېوادونه هم په دې هڅه کې دي چې د پاکستان سره مخ منفي کړي. موږ ولیدل چې نه یوازې امریکا او هند بلکه  چې یو شمېر نورو هېوادونو په ګډه سره د پاکستان نوم فتف کې ځای کړی، او پاکستان باید خپلې  تګلارې باندې فکر وکړي.»

په همدې حال کې امریکا متحده ایالاتونو د روان زیږدیز کال په جنوري میاشت کې پر پاکستان خپلې۹۰۰میلیونه ډالره بندې کړې او ویل یې چې دا هېواد د ترهګرو پر وړاندې کره هڅه نه کوي.

د افغانستان حکومت ویلي دي چې پر پآکستان د واشنګټن فشارونو سره سره دې هېواد تر اوسه د کابل پر وړاندې خپل سیاست نه دی بدل کړی او د سولې میز ته یې د طالبانو ورکاږلو هڅه نه ده کړې.

ښاغلی حقاني وايي، د پاکستان بوځ دا باور ډېر نادر دی چې وايي په سیمه کې زور په مرسته سولې ته رسېدل شوني دي

شریک یي کړئ