Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا د پاکستان د حکومت د راتلونکي په اړه اندېښه لري

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن، خپل سیال پاکستاني خواجه اصف سره په واشنګټن کې لیدلي او ویلي یې دي، چې امریکا د پاکستان د حکومت راتلونکې په اړه اندېښنه لري، خو غواړي  دغه حکومت باثباته پاتې شي.

ټېلرسن زیاتوي، چې پاکستان د امریکې لپاره د ډاډ وړ هېواد دی.ټېلرسن دا خبره هم کړې ده، چې ډونلډ ټرمپ به په هره کچه کار وکړي، ترڅو له اسلام اباد سره یې اړیکه پیاوړې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې نه یوازې د افغانستان په موضوع کې مهمې دي بلکې، د سیمې په کچه یې هم رول د پام وړ دی.

هغه وویل:«د امریکا نوې تګلاره یوازې د افغانستان لپاره نه ده؛دا پاکستان د اهمیت او د دغه هېواد د دایمي ثبات لپاره هم ده. موږ د پاکستان د حکومت د راتلونکي په اړه اندېښنه لرو. په همدې دلیل، موږ غواړو چې د پاکستان حکومت باثباته وي. موږ غواړو چې په پاکستان کې سوله وي. او همدارنګه په پاکستان کې ورته نورې ستونزې، زموږ لپاره مسله دي.»

ښاغلي ټېلرسن وايي چې د پاکستان او مریکا اړیکې د سیمې په کچه «له حده زیات» د اهمیت وړ دي او پاکستان نه یوازې د افغانستان په پېښه کې مهم دی بلکې د هغه په وینا په سیمه کې هم بنسټيزه ونډه لري.

بل لورې د پاکستان  د بهرنیو چارو وزیر وایي، خاوره کې یې د ترهګرو ډلو شته والی نه‎شي زغملي.

شریک یي کړئ