د فرانسې خبري آژانس د څارونکې یوې ډلې له قوله راپور ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتونو په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو په هوايي برید کې د سوریې په ختیځ المیادین کې د جمعې پر ورځ پر داعش ډلې پورې ۸۰ تړلي وسلهوال وژل شوي دي.
سوریې کې له بشري حقونو د څار ډلې مشر، رامي عبدالرحمن ویلي دي:«په وژل شویو کسانو کې ۳۳ ماشومان هم شامل دي. او هغوی هغه کورنۍ وې چې د ښاروالۍ په ودانۍ کې یې پناه اخیستې وه.»
ده زیاته کړې ده:«دا په سوریه کې د داعش غړو او خپلوانو ته تر ټولو لویه مرګ ژوبله ده.»
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو له ټولو هغو هېوادونو چې په سوریه کې د داعش پټنځایونه په نښه کوي، غوښتنه کړې تر څو د ملکي کسانو او پوځیانو سیمو توپير وکړي.
د څارونکو په وینا د په المیادین ښار کې د پنجشنبې پر شپه هم کابو ۳۷ تنه ملکي کسان د ۱۳ ماشومانو په ګډون وژل شوي دي.
د ائتلاف ۶۸ غړو هېوادونو په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې عراق کې د داعش پر ضد خپل بریدونه پیل کړل او د هماغه کال د سپټامبر په ۲۳ یې دا بریدونه سوریې ته وغځول.
اوس مهال روانې میاشت کې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې له لوړې کچې خبر ورکول کېږي.
دوی وايي چې د اپریل میاشتې له ۲۳ د مې تر ۲۳ پورې کابو ۲۲۵ تنه ملکي کسان د ماشومانو په ګډون سوریه کې د ائتلافي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.
تېره پنجشنبې د امریکا دفاع وزارت هم ویلي وو چې په مارچ میاشت کې موصل کې ۱۰۵ تنه ملکي کسان وژل شوي دي.