Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سوریې جګړه کې یو ځل بیا د افغان جګیالیو د یوې ډلې وژل کېدل

سوریه کې د بشري حقونو څار یوه ډله وايي چې په سوریه کې یو ځل بیا یوه ډله جنګیالي چې افغانان دي وژل شوي دي.

دا ډله زیاتوي، داعش ډلې د سوریې په ختیځ کې د یو برید پر مهال د دې هېواد د ولسمشر، بشارالاسد د رژیم پلویانو ۴۵ جنګیالي یو ځايي وژلي دي.

دغه بشري ډله وايي، وژل شوي کسان اکثره یې افغانان، عراقیان او د حزب الله د ملیشو اړوند وو.

په دې برید کې د ۲۶ داعش جنګیالیو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

دغه بشري بنسټ ویلي، په ایران کې مېشت شیعه افغانان د ایران د سپاه پاسدارانو لخوا د سوریې جګړې ته د فاطمیون لښکر کې جذبېږي او بیا د اسد د رژیم په ملاتړ جګړې ته استول کېږي.

د بشري حقونو د څار شبکه وايي، دا مهال د فاطمیون لښکر کې نږدې ۱۴ زره افغانان اخیستل شوي چې سلګونه جنګیالیو یې په سوریه کې سرونه خوړلي دي، خو لا هم د دغه لښکر د تلفاتو دقیقې شمېرې نشته.

بلخوا ایران وايي، دا افغانان په خپله خوښه سوریې ته تللي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د راپور له مخې فاطمیونو لوا کابو ۱۴ غړي لري چې ډېر شمېر یې افغانان جوړوي

شریک یي کړئ