د ترکیې اوه تنه سرتیري تېره ورځ(شنبې د سلواغې۴مه) هغه مهال د کردي جنګیالیو سره په نښته کې وژل شوي چې د دوی ټانک د کردي وسلهوالو تر برید لاندې راغلی.
له دې بریده وروسته د ترکیې لومړي وزیر، بنعلی ییلدرېم ګواښ وکړ چې کردي وسلهوال به د دې برید غچ اخیستو کې دوه برابره ووژل شي.
ده زیاته کړې:«کردي جنګیالي به دوه برابره تلفات ورکړي.»
له بله پلوه ترکي الوتکو د کردي جنګیالیو سیمه بمبار کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د سوریې په عفرین ښار کې ۱۴ تنه ترکي سرتېري وژل شوي دي.