عراقي ځواکونو د ائتلاف ځواکونو چورلکو په ملاتړ د شنبې پر ورځ د موصل په لویدیځ کې د داعش ضد پوځي عملیات مخې ته یوړل، خو د داعش ډلې مورچلونو نیولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوي.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، سره له دې چې د موصل لویدیځې غاړې نیولو په موخه له عملیاتو یوه اوونۍ تېریږي، عراقي ځواکونو له داعش ډلې مهمې سیمې نیولې دي.
عراقي ځواکونو د موصل هوايي ډګر نیولی او اوس د شمال لوري د ښار پر لور روان دي، ویل کېږی چې په عملیاتو کې ځېرتیا د دوی پرمختګ پڅ کړی دی.
د جګړې په لیکه کې یوه عراقي جنرال ویلي:«اوسمهال موږ د موصل د ولایت ودانۍ نیولو پر لور وران یوو او کابو یو نیم کیلومټره څلورم پله(دموصل سویلي پل چې پر دجلې سیند ولاړ دی) باندې یوو.»
ده زیاته کړې ده:«اوس موږ د مرکز او کنسلګرۍ پر لور روان یوو.»
اوسمهال عراقي ځواکنو خپل فشارونه زیات کړي، خو پر وړاندې یې داعش هم سخت مقاومت کوي.
په همدې حال کې د شفا ګردي په نامه یوه عراقۍ خبریاله چې د موصل له جګړې یې راپور جوړاوه، د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوې ده.