Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان لومړي وزیر له خپل مقام څخه استعفا وکړه

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف له هغې وروسته کله چې د د غه هېواد سترې محکمې هغه د مالي فاسد د تورونو له امله بې واکه کړ، له خپل مقام څخه یې استعفا وکړه.

تراوسه روښنه نه ده چې د نوازشریف ځای ناستی به څوک وي.

په دغه رپوټ کې، د پاکستان د لومړي وزیر په توګه د نوازشریف کاري دورو ته یوه لنډه کتنه شوې ده.

په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې د پاکستان ډیموکراتیک اسلامي اتحاد یوه ستره غونډه وکړه.

دغه ګوند، د پاکستان پوځ ته ورته دريځ درلود او غوښتل یې د پاکستان د لومړۍ وزیرې بپه توګه، د پاکستان د خلکو د ګوند مشرې بینظیر بوټو د بریا مخنیوی وکړي.

دې غونډه کې، د نواز شریف په ګډون چې هغه مهال د پنجاب لوی وزیر وه، د اسلامي دیموکراتیک اتحاد زیاتو مشرانو، چې د لومړي وزیر څوکۍ ته یې د رسېدو چانس درلود، ګډون کړی وه.

په ۱۹۹۰ زیږدیز کال کې، څلویښت کلن نواز شریف د پاکستان لومړی وزیر شو. ده ژمنه وکړه، چې بینظیر بوټو به نه ځوروي، ځکه چې هغې یې په ټاکنو کې ماته کړې وه.

په ۱۹۹۳ زیږدیز کال کې، نوزا شریف ګوښه شو او بینظیر بوټو  د نوي جوړ شوي حکومت مسؤولیت درلود.

نواز شریف درې کاله، د حکومت د مخالفو مشر وه. خو په ۱۹۹۷ زیږدیز کال ټاکنو کې بیا واک ته ورسېد.

دی په ټاکنو کې خورا مخکی وه، نفوذ یې پراخ کړ او د رسنیو سانسور ته یې ته مخه کړه.

هغه ، د اساسي قانون په بدلولو سره، د پارلمان په منحلو سره د ولسمشر واکونه ترې واخیستل.

خو په ۱۹۹۹ زیږدیز کال کې نواز شریف، بیا ځلې؛ او د پرویز مشرف د پوځي کودتا په پایله کې چې هغه مهال ولسمشر وه، له دندې ګوښه شو.

دوه ورځې وروسته بیا، پرویز مشریف بېړنی حالت اعلان کړ.

ښاغلی شریف، له واک نه د ۱۴ میاشتو تېرېدو نه وروسته، له بندخونې نه، سعودي عربستان ته تبعید شو.

په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې، نواز شریف پاکستان ته ستون شو، خبره یې داوه  چې یوازې په هغه صورت کې ټاکنو کې ګډون کوي، چې بېړني حالت لیرې شي. هغه همدا وویل، که پرویز مشرف ولسمشر وي، دی به د لومړي وزیر په توګه کار ونه‎کړي.

خو ټاکنو کې د نوازشریف نوماندي رد شوه.

نواز شریف چې زیاتې سیاسي پېښې یې لیدلي وې، له دندې نه د ګوښه کېدو ۱۴ کاله وروسته، بیا واک ته ورسېد. دی د ۲۰۱۳ کې ټاکنو کې تر بریال وروسته، د درېیم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزیر شو.

دا لومړی ځل وو، چې پاکستان کې د واک لېږد په قانوني توګه و.

په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې،نوازشریف، روسیه کې د شانهګای سازمانو د همکاریو د غونډې په څنډه کې، له هندي سیال یې نریندرا مودي سره ولیدل.د رپوټونو له مخې، دې لیدنه کې، د هند لومړي وزیر پاکستان کې د اورپکو ډلو شتون په اړه، د هند د اندېښې په تړاو خبرې ورسرې کړې وي.

په دغه کال کې نواز شریف ، د هغه مهال د امریکا متحده ایلاتونو له ولسمشر بارک اوباما سره سپینه ماڼۍ کې ولیدل.پاکستان باندې د اف شپاړس امریکایي  الوتکو پېرل، او کوچنیو او تکتیکي اتومي وسلو نه د کارونې محدودول، له اسلام نه د امریکا غوښتنه، دا هغه څه وو، چې دغه لیدنه کې پرې بحث شوی وه.

په روان زیږدیز کال کې، د امریکا د ملي امنیت سلاکار اچ ار مک ماسټر سره ولیدل. دې لیدنه کې مک مسټر، افغانستان کې د سولې او ټیکاو ټینګښت په تړاو د دواړو هېوادونو په همکارۍ ټینګار کړی وه.

خو د روان زیږدیز کال د جولای میاشتې په اته ویشنمه نېټه، د پاکستان سترې محکمې، نواز شریف لنډ مهال لپاره بې واکه کړ.

​​

هم‎‌زمان با کناره گیری آقای شریف، چندین شهر پاکستان گواه اعتراض هایی به طرفداری از وی استند. این سومین بار است که نواز شریف از مقام نخست وزیری کنار زده می‌شود.

شریک یي کړئ