Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان په پنجاب کې د یوه زیارت مجاور ۲۰ کسان ووژل

پاکستاني چارواکي وایې چې د پنجاب ایالت "سرګودها" سیمه کې صوفي په نامه زیارت کې یوه مجاور ۲۰ کسان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکي زیاتوي چې یاد مجاور عبدالوحید نومیږي او خپل قربانیان مخکې له وژلو زورولي دي وروسته یې د خنجر او لرګي په مرسته وژلي دي.

تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دي څرګند.

پولیسو ویلي دي چې د وژنو عامل لومړۍ یو یو قرباني خپلې خونې ته وربللی وروسته یې د زهرجنو خوراکي توکو په مرسته مسموم کړي دي.

د پولیسو په وینا چې عبدالوحید څلور په پېښه کې ښکېل ملګري هم درلودل.

د سرګودها یوه امنیتي چارواکي، لیاقت‎علي چهاټا ویلي دي:"هغه کسان چې نیول شوي دي، زیارت کوونکي یې لومړی ورغوښتل او وروسته له زورونې یې وژل."

یو تن ټپي چې د دې کسانو زورونې له امله ټپي شوی وه، پولیسو ته یې مالومات ورکړل.

د سرګودها روغتون ډاکټران وایې چې ډېر شمېر قربانیان د شا له خوا په خنجر وژل شوي وو.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې عبدالوحید رواني ناروغي درلوده او غوښتل یې چې په دې توګه قربانیا له ګناه پاک کړي.

خو د پولیسو څېړنې بله پایله لري.

د پولیسو یوه چارواکي ویلي دي:"عبدالوحید پولیسو ته ویلي دي چې ځکه یې خلک وژل، سوچ یې کاوه چې د زیارت پخوانی مجاور دوی وژلی دی او دی به هم ووژني."

دا پېښه په داسې حال کې ترسره شوې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان پر صوفیانو زیارت ترهګریزو بریدونه هم شوي دي.

په یوې پېښه کې تېرې سلواغې میاشتې پر ۲۸مه یوه ځانمرګي بریدګر په لال شهبار قلندر زیارت کې ۸۰ کسان ووژل.

چارواکي زیاتوي چې یاد مجاور عبدالوحید نومیږي او خپل قربانیان مخکې له وژلو زورولي دي وروسته یې د خنجر او لرګي په مرسته وژلي دي

شریک یي کړئ