ټاکل شوې ده چې سبا(یکشنبې د چنګاښ ۳مه) ترکیه کې د ولسمشرۍ او پالمان لپاره ټاکنې ترسره شي.
وروسته له ۱۵ کلنو د دې هېواد ولسمشر، رجب طیب اردوغان واک له بندون سره د مخ کېدو په حال کې دی او سیالان یې د سختې سیالۍ په هڅه کې دي، د نوموړي پر وړاندې درېیو لویو او یو شمېر کوچنیو ګوندونو استازو ځانونه نوماند کړي دي.
ښاغلي اردوغان په خپله وغوښتل چې لنډ وخت کې ټاکنې ترسره شي، خو اوسمهال سیالان یې هڅه کوي تر څو وروسته له ۱۵ کلونو نوموړی له واکه لیري کړي او په ټاکنو کې دوی بریالي شي.
داسې ویل کېږي چې د لومړي ځل لپاره د ولسمشر اردوغان پر وړاندې سیالان یې سره یو شوي دي، او هڅه یې د نوموړي له واکه په شا کول دي.
د دې هېواد د اقتصادي او بهرني سیاست د مطالعاتو مرکز رئیس، سنان اولګن وايي:«دا مخالفان یې په بنسټيزه توګه سره یو ځای شوي دي او ځانونه یې تازه کړي دي. یو نوماند په بند کې دی او دوه نورو یې هم بریالۍ سیالۍ درلودې. نو ستونزمنه ده چې اردوغان به دا ځل ډېرې رایې خپلې کړي.»
په ترکیه کې داسې مهال ټاکنې ترسره کېږي چې لا هم د ۲۰۱۶ زیږدیز کال ناکامې کودتاه وروسته بېړنۍ حالت دی.