عراق کې پوځي او روغتیايي سرچینې وايي چې سې شنبې(د سلواغې په لومړۍ نېټه) له پولیسو سره نښته کې دوه اعتراض کوونکي په بغداد کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې دواړه اعتراض کوونکي ټپیان شوي وو چې بیا یې وروسته روغتون کې ساه ورکړه.
اعراضونه دوشنبې بغداد کې له سره پیل شول او اعتراض کوونکي له پولیسو سره ونښتل.
د عراق بغداد او نجف ښارونو کې د حکومت ضد اعتراضونه وشول، لاریون کوونکي د عراق حکومت ناکام بولي او پر ضد یې شعارونه ورکوي.
عراق کې په وروستیو میاشتو کې لاریونونو له کبله ۴۵۰ کسان ووژل شول.
اعتراض کوونکي پولیس تورنوي چې پر دوی یې مخامخ ډزې کړې دي.
عراق کې د دولت ضد اعتراضونه د تېر زیږدیز کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه پیل شول. اعتراض کوونکي د کار نشتوالي، اداري فساد او اقتصادي ماتې پر ضد اعتراضونه کوي.
اعتراض کوونکي وايي چې خپلو غوښتنو ته تر رسېدو پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
د اعتراضونو په پایله کې د عراق لومړی وزیر له خپلې دندې لاس په سر شوی دی، خو اعتراض کوونکي عراق کې د نوي حکومت رامنځته کېدل غواړي.