Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شمالي کوریا نوی بالستیک توغندی ازمویلی

په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالاتونو، سویلي کوریا او شمالي کوریا ترمنځ ناندرې زیاتې دي، شمالي کوریا نن( دوشنبې د غبرګولي۸مه) بل بالستیک توغندی ازمویلی دی.

د سویلي کوریا او جاپان چارواکي وايي چې ښایې دا ازمویل شوی توغندی د «اسکاد» لنډواټن ویشتونکی وي.

د شمالي کوریا توغندی نن سهار جاپان تر اقتصادې څارلاندې اوبو کې لګېدلی دی.

د سویلي کوریا پوځ چې د شمالي کوریا پوځي کړنې له نېږدې څاري، د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي:«توغندي ۴۵۰ کیلومټره واټن کچ کړی دی.»

د امریکا آرام سمندرګي قومندانۍ هم د دې خبر په تائید سره ویلي دي چې دا توغندی یې تر هغې چې د جاپان په اوبو کې لګېدلی، د ۶ دقیقو په موده کې څارلی دی.

دوی ویلي دي چې دا توغندی د امریکا لپاره ګواښ نه بلل کېږي.

د سویلي کوریا ولسمشر، مون جه‎این د امنیت شورا د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.

مون چې په ټاکنو کې نوی بریالی شوی دی، له پیانګیانګ سره د خبرو لیواله ښکاري.

د سویلي کوریا رسنیو خبر ورکړی دی چې د شمالي کوریا لخوا د توغندیو ازمویل به د نوي حکومت هڅې د خبرو اترو په موخه زیانمنې کړې.

شمالي کوریا نوی بالستیک توغندی ازمویلی

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شوراو، شمالي کوریا د هستوي فعالیتونو او توغندیو ازمویلو منع کړې ده

شریک یي کړئ