د ایران ولسمشر حسن روحاني، د امریکا د ولسمشر د خبرو په غبرګون کې چې ګواګې ایران اټومي هوګړې ته ژمن نه دی، وویل کهچېرې کومه ورځ د تهران ګټې په اټومي هوکړې کې تامین نهشي ایران به یوه شېبه هم ځنډ ونه کړي او هغه ته به ځواب ورکړي.
دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ کهچېرې امریکا د کنګرې او متحدانو له همکارۍ سره اټومي هوکړه لیک اصلاح کړي، هغه ته به د پای ټکی کېږي.
له بلخوا روحاني په یوې ټلوېزیوني وینا کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېده، اعلان وکړ چې ایران تر هغه مهاله چې د اټومي هوکړه لیک له ګټو برخمن وي، هغه ته ژمن دی.
هغه زیاته کړه اټومي هوکړه لیک هغه معاهده ده چې د هغه پر بنسټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک تایید شوی او د ایران او امریکا ترمنځ یو دوه اړخیزه سند نه دی چې واشنګتن د هغه په وړاندې هر څه وغواړي ترسره یې کړي.
امریکا په سیمه او نړۍ کې د ایران د سپاه پاسداران پر کړنو له نیوکې او له ترهګریزو اقداماتو د ملاتړ له امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکړه ترڅو دغه اداره د بندیزونو په نوملړ کې اضافه کړي.