Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له ۳۰۰زرو واوښت

د رویټرز خبري اژانس د تېرې ورځې(پنجشنبه د غويي ۲۵مه نېټه) له مخې نړۍ کې د کرونا ویرس د قربانیانو شمېر له ۳۰۰زرو اوښتی دی.

تر اوسه  پورې نړۍ کې په کرونا ویروس له ۴ میلیونو ډېر کسان اخته شوي دي.

امریکا د ۸۴ زرو قربانیانو له کبله نړۍ کې لومړی ځای لري.

همداراز بریټانیا او ایتالیا کې هم له دېرشو زرو ډېر کسان مړه شوي او په وار سره دریم او څلورم ځای لري.

فرانسې او اسپانیا کې هم له ۲۷ زرو د ډېرو کسانو مړینه راپور شوي او په وار سره څلور او پنځم ځایونه لري.

همداراز برازیل د ۱۳ زرو قربانیانو سره بیا ۶ ځای لري.

د رویټرز د راپور له مخې  د چین په ووهان ښار کې د کرونا ویروس له کبله لومړۍ مړینې د روان زیږدیز کال په جنوري میاشت کې ثبت شوې وه.

د لومړني قرباني له راپور وروسته ۹۱ ورځو کې نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له ۱۰۰ زیات شو.

تر اوسه نړۍ کې په کرونا ویروس اخته ۱ میلیون او ۶ سوه زره کسان روغ شوي دي.

د چین په ووهان ښار کې د کرونا ویروس له کبله لومړۍ مړینې د روان زیږدیز کال په جنوري میاشت کې ثبت شوې وه

شریک یي کړئ