Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د مالیې زیاتوالي پرضد د سوداګرو اعتصاب

د پاکستان په لاهور، کراچۍ او کوټه کې سوداګرو او هټۍ والو تېره ورځ(د لړم په ۷مه نېټه) د دغه هېواد د حکومت لخوا د مالیاتو د زیاتوالي په غبرګون کې اعتصاب پیل کړ.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په یادو سیمو کې کابو ټول لوی بازارونه تړلي دي.

یاد هېواد کې په داسې حال کې اعتصاب پیلیږي چې د پیسو نړیوال صندوق تېره میاشت پاکستان ته د شپږ بیلیون ډالرو د پور ورکړې کڅوړه تایید کړه.

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور ورکړې ژمنې په بدله کې له دغه هېواده غوښتي چې خپل مالیاتي عواید سمبال کړي، خو اوس سوداګر او هټۍ وال له دې کار سره مخالف دي.

په لاهور کې د پاکستاني سوداګرو د ټولنې مسوول ویلي، چې حکومت غواړي څو رای ورکوونکي غصه کړي.

نعیم میر څرګنده کړې:«د تخفیف نرخ یې زیات کړی دی... او دا حکومت له خپلو اقتصادي پالیسیو سره د عادي خلکو ژوند خراب کړی دی.»

همداراز په کراچۍ کې د سوداګرو مسوول، عتیق میر په دې اړه زیاته کړې:«دا مالیاتي سیستم به مرګ راوړي.»

د پاکستان د تازه اقداماتو له مخې هر څوک چې د ۵۰زره کلدارو په بیه یو څه اخلي، نو باید چې اخیستو پاڼې واخلي او له مخې یې باید مالیات ورکړي.

د پاکستان حکومت له اووه سلنې بودجوي کسر سره مخامخ دی، او اوس غواړي چې له دې سره خپل مات اقتصادي حالت جوړ کړي، او له همدې کبله یې پر سوداګرو مالیات زیات کړي دي.

شریک یي کړئ