Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر ایران د بندیزونو غځولو په تړاو د امریکا له امریکا سره مخالفت

امریکا متحده ایالات ونه توانید چې پر ایران د تسحلیاتي بندیزونو دوام په تړاو د امنیت شورا د دایمي غړو ملاتړ خپل کړي.

امریکا امنیت شورا کې د شکایت له ثبتولو سره غواړي چې پر ایران تسلحاتي بندیزونه څو میاشتې وغځول شي، خو د دغه شورا غړي یې مخالف دي او وايي چې امریکا له ایران سره له هستوي هوکړې وتلی او د دغه کار حق نلري.

ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي، مجید تخت روانچي په دې اړه ویلي دي:«امریکا پر ایران د تسلیحاتي بندیزونو دوام کې د امنیت شورا قانع کولو کې ناکامه شوه. دا ځل امریکا ډېره هڅه کوي چې پر یادې شورا فشار راوړي څو دا غوښتنه عملي کړي. دا کار ښیې چې امریکا له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.»

روسیې چې له چین، فرانسې، بریټانیا او المان چې د ایران له دریځه یې ملاتړ کړی دی وايي چې د امریکا استدلال معتبر نه دی.

ملګرو ملتونو د کې د روسیې دایمې استازې، واسیلي نبنزیا زیاتوي:«دا د بندیزونو بیا راوستل نه دي. دا غوراوی د فعالو شویو هېوادونو لخوا کولی شي چې د هستوي هوکړې غړي وي، چې امریکا یې غړې نه ده.»

خو امریکا بیا د بندیزونو پر  دوام ټینګار کوي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو څرګنده کړې:«امریکا متحده ایالات به نړۍ کې د ترهګرو لوی ملاتړ هېواد ته اجازه ورنکړي چې په ازادۍ سره جنګي الوتکې، ټانکونه، توغندي او وسلې واخلي. دا بندیزونه به دوام وکړي.»

امریکا په داسې حال کې غواړي چې پر ایران بندیزونه وغځوي چې دا حق یوازې د هستوي هوکړې غړو هېوادونو ته په پام کې نیول شوی دی. په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې له دې هوکړې ووتو.

چین ، روسيې او اروپايي هېوادونو د امریکا د د دغې غوښتنې مخالفت کړی چې پر ایران د تسلحاتي بندیزونو غځول غوښتي

شریک یي کړئ