المان چې له روسیې سره نېږدې اقتصادي اړیکې لري، پر روسیې د امریکا د نویو وضع شویو بندیزونو په اړه اندېښنه کوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارتین شافر په ټینګار سره وایي، د امریکا متحده ایالاتونه له اروپايي هېوادونو سره پر روسیې د بندیزونو د لګولو په برخه کې باید لازمې همغږۍ ولري.
هغه زیاته کړه:«زموږ له نظره امریکا حق نهلري چې د اروپايي شرکتونو په اړه قضاوت وکړي.
او دوی ته حکم وکړي چې له درېیمګړي هېواد سره څه ډول معامله وکړي.»
له دې سره په ورته وخت کې د جرمني د حکومت ویاند هم ټینګار کوي چې د المان پر اقتصادي شریکانو د بندیز لګول د المان د حکومت لپاره د منلو نه دي.
د المان د حکومت ویاند اولریک ډمیر څرګنده کړه:«موږ هر ځلې هغه بندیزونونه چې زموږ پر هېواد یا پر درېیمګړي لګېږي رد کړي دي.
ډیره اړینه ده چې د امریکا متحده ایالاتونه له اروپايي اتحادیې سره د بندیزونو د وضعې په برخه کې لازمه همغږي ولري.»
په همدې حال کې هغه یو شمېر هېوادونه چې د روسیې له ګواښونو زیانمن دي د امریکا له دې پریکړې ملاتړ کوي خو بل پلو ته هغه هېوادونه چې له روسیې سره ښې اړیکې لري د خپلو ښو اړیکو ساتلو لپاره د لګېدلو بندیزونو مخالفان دي