رپوټونه وايي چې د روسیې په پلازمینه مسکو کې په زرګونو کسانو په ټاکنو کې د درغلیو له امله په لاریون لاس پورې کړی دی.
ویل کیږي چې د شوروي اتحاد تر رانسکوریدو روسته دا تر ټولو لوی لاریون دی.
رپوټونه وايي چې نیژدې ۵۰ زره کسان د کرملین ماڼۍ مخې ته را ټول شوي دي او په تاکنو کې شوې درغلۍ غندي.
دوی وايي چې ټاکنې بیاځلې باید تر سره شي که نه نو دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.
د سن پیټرزبورګ له ښار څخه هم د لاریون رپوټ ورکول شوی دی.
لاریون کونکي وايي چې د تیرې یکشنبې د ورځې په ټاکنو کې پراخې درغلي شوي دي.
د پایلو تر اعلان وروسته په روسیه کې د حاکم ګوند رایې له ۶۹ سلنه څخه ۴۹ سلنه ته را ټيټې شوې، خو بیا هم تر ټولو ډيرې رایې یې ګټلي دي او بریالی شوی دی.
په دې اړه مو اندونه