Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پومپیو: امریکا له ایران سره د دوستۍ له تړونه بهر کېږي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي چې امریکا د دغه هېواد او ایران ترمنځ د دوستۍ له تړون (موډټ) څخه چې په ۱۹۵۵ زیږدیز کال کې لاسلیک شوی وه، بهر کېږي.

ښاغلي پومپيو خپلې دا څرګندونې له هغې وروسته کله چې نړیوالې جزايي محکمې د ایران په اړه مثبته رایه ورکړه وکړې. هغه وویل چې امریکا له هغه تړونه بهر کېږي چې ۶۰ کاله پخوا له ایران سره شوی وه.

هغه په دې اړه وویل:«زه اعلانوم چې د امریکا متحده ایالات، له ایران سره د ۱۹۵۵ زیږدیز کال د دوستۍ له تړونه بهر کېږي. دا پرېکړه ۳۹ کاله مخکې ځنډول شوې وه. ایران هڅه کوي ترڅو امریکا  د ایران د اټومي هوکړه‎لیک څخه د بهرکېدو له امله وننګوي.»

د ایران او امریکا ترمنځ د دوستۍ تړون، هغه سند دی چې په ۱۹۹۵ زیږدیز کال کې د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ لاسلیک شو. د دغه تړون موخه، د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پياوړتیا بلل شوې وه.

نړیوالې جزايي محکمې، دوه ورځې مخکې د ایران د شکایتونو د دوسیې له څېړولو وروسته، هغه ته مثبته رایه ورکړه. دغې مخکې له واشنګټنه وغوښتل چې بشرپاله مرستې لکه، خوراکي توکي، درمل او همدارنګه د ملکي الوتکو د توکو پر بندیزونه لیرې کړي. هغه پرېکړه چې ایران هغه د ځان لپاره یوه بریا بولي.

شریک یي کړئ