د ملګرو ملتونو سازمان د ګډوالۍ اداره وايي چې په بنګلهدېش کې د روهینګیايي مسلمانانو شمېر څه باندې ۲۷۰ زرو تنو ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ګډوالۍ اداره وايي چې د میانمار او بنګلهدېش په سرحدي برخو کې مرستندویانو د دغو بېځایه شویو سترې ډلې پیدا کړې دي.
د رپوټونو پر بنسټ، د دغو مسلمانانو کورنۍ بیا ځلې سوځول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روهینګیايي مسلمانونو له کورنو څخه د هغوی د بهر کولو بهیر دوام لري.
له بلخوا، د ترکیې ولسمشر هم وايي چې د روهینګیايي بېځایه شویو ته د خوړو او درملو مرستو استولو ترڅنګ، انقره هوډ لري چې دغو بېځایه شویو ته پنډغالی هم جوړ کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل:«له بدهمرغه د روهینګیایانو پنډغالي د اوسېدو وړ نه دي. کهچېرې بنګلهدېشي چارواکي ځای مشخص کړي، موږ هوډ لرو چې د هغوی لپاره امن او غوره پنډغالي جوړ کړو.»
په همدې حال کې د نړۍ ځينې هېوادونه، د میانماري مسلمانانو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د اعتراضونو شاهد وو.
د ایران په پلازمېنې تهران کې هم په سلګونو تنو د دغه کار پر ضد اعتراض وکړ.
اعتراض کوونکي علي رضا وویل:«موږ دلته حضور پیدا کړ ترڅو لږ تر لږه د میانمار د مسلمانانو د دفاع لپاره یو ګام پورته کړو او همدارنګه په واقعیت کې زموږ د هېواد د چارواکو او نړیوالو سازمانونو لپاره یو پیغام وي.»
دا په داسې حال کې ده چې د مالیزیا حکومت هم ویلي دي چې دغه هېواد ته به د روهینګیايي پناه غوښتونکو مخه ونه نسي.