د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، د ازبکستان پوځي ځواکونه د تاجکستان له پولې واوښتل، چې د افغانستان پولې ته نږدې د روسیې او تاجکستان ګډو پوځي تمرینونو کې برخه واخلي.
د ازبکستان دفاع وزارت وایي، چې دا پوځي تمرینونه به د اګېسټ میاشتې له پینځمې تر ۱۰ مې وي.
مسکو هم ویلي، که په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا خراب شو نو مرکزي اسیا ته به خطر وي او په همدې خطر ازبکستان او تاجکستان ډارېږي، چې سر له اوسه درې واړه هېوادونه ګډ پوځي تمرینونه کوي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، په زیاتېدونکي شکل افغانستان کې امنیتي اندېښنې په ډېرېدو دي.
نن دوشبه د روسیې دفاع وزارت ویلي، پلان یې دا و، چې ۱۰۰۰ تنه سرتېري به یې تاجکستان سره ګډ پوځي تمرینونه کوي، خو اوس یې دا شمېر ۱۸۰۰ تنو ته پورته کړی او په ټوله کې به ۲۵۰۰ سرتېري تمرینونه کوي.