د ملګر ملتونو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا کې د افغانستان دایمي استازی په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زدهکړو پر بندیز نیوکه کوي.
نصیر احمد اندیشه له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره ژمن پاتې شي.
په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندیشه وايي:«موږ پر نړۍوالې ټولنې غږ کوو، چې په افغانستان کې د یوه داسې ټولګډونه او استازي حکومت ملاتړ ته ژمنه پاتې شي، چې د هېوادوالو د حقونو ساتونکی وي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو پر نقض اندېښمنه ده.»
ورته مهال ځينې زده کوونکې له زدهکړو د محرومیت له امله اندېښمنې دي.
نازدانه د لسم ټولګې زده کوونکې ده او ښوونځيو ته له نه تلو ځورېږي. دا وایي، چې نږدې دوه کاله کېږي، چې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري او د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځيو له تړل کېدو وروسته له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې ده.
زدهکوونکې نازدانه وايي:«هلکان کولای شي چې درس ووايي؛ خو موږ نه شو کولای چې درس ووایوو. او دې زه په رواني ناروغۍ اخته کړې یم چې نه شم کولای درس ووایم.»
بلته زده کوونکې روینا پویا خک څرګندوي:«په هره کچه چې له زدهکړو او تحصیل څخه د ښځینهوو محرومیت زیات شي. په هماغه اندازه د ښځینهوو د ناهیلې او زړه سوړوالي لامل کېږي.»
د ایران د زاهدان د سنیانو د جمعې د لمانځه امام هم په افغانستان کې د ښځينه زدهکوونکو او محصلانو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر تړل کېدو نیوکه کوي او له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي.
د ایران په زاهدان کې د سنیانو د جمعې د لمانځه امام مولوي عبدالحمید وویل:«د ښځو پر مخ باید د زدهکړو دروازه ونه تړل شي، پرانیستل شي او انشاالله ښځې او نجونې وکړای شي په راحتۍ سره هلته زدهکړې وکړي.»
دغه دیني عالم دغه راز له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې سرپرست حکومت ته فرصت ورکړي او اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
مولوي عبدالحمید زیاتوي:«نړۍواله ټوله باید دوی ته موکه ورکړي خپلې استازولۍ جوړې کړي په رسمیت یې وپېژني او موکه ورکړي. کهچېرې طالبانو خلاف کړنه وکړه موږ ټول هم له نړۍوالې ټولنې سره یوځای کېږو.»
خو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر وایي، چې سرپرست حکومت به ناحل شوي مسایل له دیني عالمانو سره په مشوره د اسلام په رڼا کې حل کړي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین څرګندوي:«موږ د هغو اسلامي امت د علماوو کرامو نظریاتو او مشورو ته په درنښت ګورو چې له اسلامي امارت سره همدردي او خواخوږي لري. او د مسایلو په حل کې طبعاً د هغه مشورې په پام کې نیسو.»
نږدې ۶۰۰ ورځې کېږي، چې د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي د نجونو پر مخ تړلې دي او سره له دې چې نوی ښوونیز کال پېل شوی، خو اسلامي امارت د نجونو د منځنیو ښوونځيو او لېسو د پرانيستو په تړاو پرېکړه نه ده کړې.
په دې اړه مو اندونه