Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'ګاونډي هېوادونه له افغانستان سره د تعامل د زیاتوالي غوښتونکي دي'

د سر‎پرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي ګاونډي هېوادونه د سمرقند په غونډه کې له اسلامي امارت سره د خپلو تعاملاتو د زیاتوالي غوښتونکي شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي چې ډېری دغه هېوادونه له افغانستان سره پر دوه اړخیزو اړیکو او متقابلې همکارۍ ټينګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي:«دغه کنفرانس ډېر ګټور و، چې په‌کې پر دوه اړخیزو همکاریو، سیاسي وضعیت او پر راکړه ورکړ باندې خبرې وشوې او دې پایلې ته رسېدلي، چې ګاونډي هېوادونه لا سره نږدې او خپل نظرونه تبادله کړي.»

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاتوي، د سمرقند د غونډې په څنډه کې د دغه وزارت سرپرست له خپل ایراني سیال سره په ایران کې د ۲۰۰ افغان بندیانو د اعدام د لغوه کېدو په اړه سره هوکړې ته رسېدلي دي.

ضیاء احمد تکل څرګندوي:«له ایراني لوري سره په ایران کې د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وشوي او دواړه لوري دې توافق ته رسېدلي، هغه ۲۰۰ بندیان چې په اعدام محکوم شوي و، له اعدام څخه وژغورل شول.»

په ایران کې افغان کډوال عطاء الله خوګیاڼی وايي:«هیله لرو، چې په نورو برخو کې هم همغږي رامنځته شي، ترڅو په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ښه شي او ورسره د ناسم چلند مخنیوی وشي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي، چې په ازبیکستان کې د ګاونډیو هېوادونو غونډه به دغو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په ښه کېدو کې مثبته اغېز ولري.

د سیاسي چارو شنونکي سید بلال احمد فاطمي وویل:«ګډونوالو هېوادونو د اسلامي امارت لپاره خاص شرایط وړاندې کړي، اسلامي امارت که وړاندې شوي شرایط پوره کړي، نو رسمیت پېژندلو ته به يې لار پرانیستل شي.»

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي هم څرګندوي:«دغه هېوادونه، د خلکو د حقونو د خونديتوب او د ټول‌ګډونه حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکي دي څو په افغانستان کې ناورین پای ته ورسېږي.»

په ازبیکستان کې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو په څلورمه ناسته کې ګډونوالو د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو او په افغانستان کې د سولې او ثبات پر تامین ټینګار کړی دی.

ضیاء احمد تکل، معاون سخنگوی وزارت خارجه، می‌گوید که بیشتر این کشورها بر بهبود روابط دوجانبه و همکاری متقابل با افغانستان تاکید کردند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه