Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او سیمې د پرمختګونو په تړاو د متقي او قمي خبرې اترې

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د افغانستان او سیمې د سیاسي پرمختګونو په تړاو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل وايي چې، په دې کتنه کې دواړو لورو له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا د ټولې سیمې په ګټه وبلله.

ښاغلی تکل په دې هکله وايي:«دواړو لورو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې تعریف کړې، او دا یې د ټولې سیمې په ګټه وبللې، په دغې ناسته کې د ایران ځانګړي استازي د دوحې د وروستۍ ناستې په هکله هم معلومات وړاندې کړل.»

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په وینا، په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل سربېره د دوه اړخیزو اړیکو او د سوداګرۍ په تړاو هم خبرې کړې دي.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وویل:«که څه هم د تېرو دوه نیمو کلونو په لړ کې اسلامي امارت تر ډېره اقتصاد محوره حرکت کوي، او له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پر ټینګښت ډېر تمرکز لري. په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره او ځينو نورو هېوادونو سره چې له جیو اکاډمیک پلوه ډېر د اهمیت وړ دي اړیکه لري.»

د نړۍوالو اړیکو کارپوه محمد عمر نهضت هم څرګنده کړه:«د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او سفیرانو سره دننه په هېواد او له هېواده بهر، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست لیدنې، د افغانستان د سیاسي او ډپيلوماټیکو اړیکو په پراختیا کې یو مهم ګام بللی شو.»

د ویلو ده چې، په دې وروستۍ یوه میاشت کې د هند، ازبېکستان، ترکمنستان، اذربایجان او د ځینو نورو هېوادونو استازو د اسلامي امارت له چارواکو سره په جلا جلا کتنو کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو د پراخولو په تړاو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل سربېره د دوه اړخیزو اړیکو او د سوداګرۍ په تړاو هم خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه