Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۳۸ فعاله سفارتونه او استازولۍ لرو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د «دیني مسایلو د ښې زده‌کړې» تر نامه لاندې غونډه کې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اسلامي امارت د ښې اړیکو پر ټينګښت له ټینګار سره ویلي چې دم‌ګړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۳۸ سفارتونه او استازولۍ فعالې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغو مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې له اسلامي امارت سره د تعامل لار غوره کړي.

ښاغلي متقي زیاته کړه:«له بهرنیو چارو وزارت سره د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې ۳۸ استازولۍ او سفارتونه فعال دي، چې ترې هېڅ ډول د فساد او یا هم د خدمتونو په ځنډ سره ترسره کېدو شکایت نه‌دی راغلی.»

ښاغلی متقي همداراز د اسلامي امارت د مخالفانو په اړه وايي چې، د نړۍ هېڅ قدرت د اسلامي امارت د مخالفانو ملاتړ نه‌کوي او تراوسه هېڅ مخالف له هېواده په دې پلمه نه‌دی ویستل شوی چې په هېواد کې ځای نه‌لري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه:«نن موږ خوشحاله یو، د نړۍ هېڅ قدرت نه غواړي، چې مخالفان تقویه کړي او دا د افغانستان لپاره یو ښه زیر دی او موږ خوشحاله یو چې هېڅ یو مخالف په دې پلمه له افغانستانه نه‌دی شړل شوی چې په دې هېواد کې ځای نه‌لري، بلکې هر څوک راتللی شي او په خپل هېواد کې ژوند کولای شي.»

د امیر خان متقي، په خبره، په اوسني اسلامي نظام کې دیني او عصري زده‌کړو ته جدي اړتیا ده او دم‌ګړۍ ځوانان په دواړو علومو کې زده‌کړې کوي. نوموړی وايي، حکومت او سیاست له دین څخه جلا نه‌دي.

هغه د زده‌کړو په هکله زیاته کړه:«د افغانستان اوسنی نظام اسلامي دی او سیکولر نظام نه‌دی او په اسلامي نظام کې عصري او دیني زده‌کړو ته اړتیا شته ده.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست داسې مهال له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل په تړاو څرګندونې کوي، چې د څه باندې دوه نیم کلونو په تېرېدو سره، لا هم سرپرست حکومت هېڅ هېواد  په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

متقي همداراز وايي چې، د نړۍ هېڅ قدرت د اسلامي امارت د مخالفانو ملاتړ نه‌کوي او تراوسه هېڅ مخالف له هېواده په دې پلمه نه‌دی ویستل شوی چې په هېواد کې ځای نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه