یوناما په خپل نوي رپوټ کې وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې له ۳۳۰ زیات کسان په درو وهل شوي دي.
د یوناما د بشري حقونو د برخې رییس په دغه رپوټ کې پر بدني سزا او اعدام نیوکه کړې او په افغانستان کې یې د اعدام سزا د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
د یوناما د بشري حقونو د څانګې رییسه فیونا فریزر وايي:«بدني مجازات چې د شکنجې د منعې له کنوانسیونه سرغړونه ده، باید ودرول شي. ملګرو ملتونه له بدني مجازاتو سره سخت مخالف دي او واکمن چارواکي هڅوي چې اعدام په بېړني ډول وځنډوي.»
بلخوا د حقوقي چارو شنونکی عبدالهادي وزین په دې هکله وايي:«هر وخت د جرم د اثبات او د شرعي حدودو د سم تطبیق لپاره د اهلیت لرونکي عدلي او قضايي دستګاه له خوا شرایط مساعد وي. په دې حال کې د حدودو تطبیق، له جرمونو او ظلمونو څخه د ټولنې د خوندیتوب او ساتنې لپاره اړین دی.»
په دغه راپور کې یوناما د بشري حقونو ټولو نړۍوالونو معیارونو ته د اوسنيو چارواکو د ژمنتیا غوښتنه کړې ده.
بل خوا، ستره محکمه په دې تړاو وایي، چې تر اوسه پر نږدې ۲۵۰ کسانو شرعي حدود او قصاص تطبیق شوی دی.
د سیاسي چارو شنونکی ثریا پیکان څرګندوي:«ټول موردونه باید په پام کې ونیسو. د قصاص او حد په مسئله کې هم چې حد عبارت دی له حق الله څخه او د حکومتونو او اسلامي عدالتونو په حق پورې تړاو لري. دوی په لومړي ګام کې توبه په پام کې نیسي که چېرې مجرم شخص توبه کړي وي بیا هغه ته سزا نه ورکوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت سترې محکمې د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د حدودو او قصاص پلیتابه ته ژمنه ده او د هېواد محکمو تر اوسه د قصاص ۱۷۵ حکمه، د سنګسار ۳۷ حکمه او تر دېوال د لاندې کولو څلور حکمه صادر کړي دي.
په دې اړه مو اندونه