صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي چې پاکستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.
نورالدین عزیزي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي چې یوازې تېر کال د یو مېلیارد او ۲۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان توکي پاکستان ته صادر شوي دي.
د اسلامي امارت د کابینې دغه چارواکی زیاتوي، چې تازه مېوه او کاني توکي پاکستان ته د هېواد تر ټولو ډېر صادرېدونکي توکي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي:«هغه سوداګري چې موږ له ډېرې مودې راهیسې لرله، هېڅکله له ۴۰۰ مېلیون ډالرو څخه مو پورته صادرات نهلرل. له نېکهمرغه وتوانېدو چې خپل صادرات تر ۱۲۰۰ مېلیون ډالرو ورسوو.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي، چې روسیې، پاکستان او ایران ته یې په خپلو کړو سفرونو کې د سوداګرۍ او راکړو ورکړو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.
ښاغلی عزیزي زیاتوي:«په عمومي بحثونونو کې چې موږ په څنډو کې له ملګرو او هېوادونو سره لرل، د شمال او سوېل د نښلون په خاطر وو، چې موږ باید افغانستان هغې هیلې ته چې له ډېره وخته یې لرو، ورسوو.»
بل پلو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست پر دې باور دی، چې د ایران د حقابې مسئله د رسنیو له لوري لویه ښودل شوې، کهچېري په هلمند سیند کې کافي اوبه وي، د ایران حقابه به ورکړل شي.
نورالدین عزیزي څرګنده کړه:«له دې مخکې په جریان کې وو. په هغه سفر کې چې ما په خپله ایران ته درلود، حتا تر دې حده چې د یوې بیې په مقابل کې موږ اوبه ورکړو.»
بل خوا، ځينې سوداګر له اسلامي امارته، په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ له وزارته غواړي، چې په بېلابېلو برخو کې د سوداګرو پر ستونزو غور وکړي.
د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«په ځينو مالیاتي اسانیتاو کې باید له مالیې وزارت سره کار وشي چې سوداګر او کوچني او منځني متشبثین وکولای شي د خپلو ورځنیو فعالیتونو د ودې لپاره ښه خوځوښت ولري.»
پاکستان د افغانستان یو له لوی سوداګریز شریک ګڼل کېږي او د افغانستان ډېری توکي په دودیز ډول د پاکستان په بازارونو کې پلورل کېږي او پاکستان هم خپل سوداګریز او ټرانزیي توکي د افغانستان له لارې نورې هېوادونو ته لېږدوي.
په دې اړه مو اندونه