Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د ثبات په هکله د نظر اختلاف

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت ثبات، له افغانستان سره د نغدي مرستو له امله، ثابت پاتې دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام د راپور پر بنسټ د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ تر مارچ میاشتې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د نغدو پیسو د مرستو بهیر پېل شو او دغه بهیر بیا د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ثبات ساتنې په برخه کې مهم رول درلود.

ورته مهال، د افغانستان بانک وايي، د ډالرو د قاچاق مخنیوی او د پولي کړنلارو ښه عملي کېدل هغه لاملونه دي چې د نورو اسعارو پر وړاندې یې د افغانۍ ارزښت ساتلی دی.

د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري طلوع‌نیوز ته وايي:«په هېواد کې د ځینو ملي او نړۍوالو پروژو پېل، د صادراتو پراختیا، د دولت په کچه د اضافي لګښتونو مخنیوی، د روڼتیا رامنځته کول او د پیسو د سیاستونو د بېلابېلو بریالیو عواملو پلي کول د دې لامل شوی چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت وساتل شي.»

له دې سره سم، د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، د نورو اسعارو او په ځانګړې توګه د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ساتنې لپاره د افغانستان بانک باید په دوامداره توګه بازار ته  ډالر  وړاندې کړي او همداراز په سوداګریزو راکړو ورکړو کې له بهرنیو اسعارو د استفادې مخه ونیسي.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک وايي:«له مرکزي بانکه غواړو چې په دوامداره توګه بازار ته ډالر عرضه کړي چې خپله اغېزه لري، د افغانیو د کنټرول لپاره اړتیا ده چې بازار ته ډالر عرضه شي.»

دمګړۍ یو ډالر په څه کم ۸۷ افغانیو بدلېږي. د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو سره د خوراکي او سون توکو بیې هم راټيټېږي.

د اقتصادي چارو شنوونکی میر شکېب میر وايي:«د ډالر د ارزښت کموالی او په هغه کې نسبي پایداره ثبات کولای شي چې د وارداتي توکو د بیې په ټیټېدو کې مثبته اغېزه ولري او همدارنګه په اوږدمهال کې د مبادلې په نرخ ثبات کولای شي پر بیو نسبي ثبات تامین کړي.»

تر دې مخکې د افغانستان بانک ویلي چې، له یوه کال راهیسې افغانۍ د هغو نهو هېوادونو د پیسو په کتاره کې راغلې چې، ارزښت یې له ښه ثباته برخمن دي.

د افغانستان بانک وايي، د ډالرو د قاچاق مخنیوی او د پولي کړنلارو ښه عملي کېدل هغه لاملونه دي چې د نورو اسعارو پر وړاندې یې د افغانۍ ارزښت ساتلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه