Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدو په هکله لیدلوري

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه د افغانستان بانک د پولي پروګرامونو او په هېواد کې د زیربنايي پروژو پلي کول او د امنیت ټینګښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدو اصلي لامل بولي.

دغه ټولنه زیاتوي، په هغو ولایتونو کې چې پخوا به په‌کې بهرني اسعار کارېدل اوس هلته افغانۍ کارول کېږي.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د افغانستان بانک یوه منظمه پالیسي جوړه کړې ده، د افغانۍ د ثبات د ساتلو لپاره دوی په دوامداره توګه هڅه کوي، چې مارکېټونه کنټرول کړي او اجازه ورنه‌کړي، چې افغانۍ د پخوا په څېر خپل ارزښت له لاسه ورکړي.»

ورته مهال د کابل ښار ځينې اوسېدونکي د خلکو کمزوري اقتصاد ته په نغوتې سره وايي، سره له دې چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت راښکته شوی، خو د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې لا هم پر خپل ځای دي.

دغه اوسېدونکي له چارواکو غواړي، چې د خوراکي توکو د بیو کنټرول ته پام وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکي وحیدالله وویل:«د ډالر په ټیټېدو سره نرخونو کې هېڅ توپیر نه دی راغلی او یوازې د ډېرو کمو خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی دی.»

د کابل ښار بل اوسېدونکی محمدالله هم وايي:«لکه څنګه چې د ډالر ارزښت ټیټ شوی په هغه اندازه د خوراکي توکو بیو کې تغییر نه‌دی راغلی. موږ له اسلامي امارت غواړو، چې په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې کنټرول کړي.»

د کابل ښار د منډوي یو شمېر هټۍوال زیاتوي، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بيې له لوړېدو سره د خوراکي توکو بيې ډېرې کمې راټیټې شوې دي.

هټۍوال نصیب الله څرګندوي:«مخکې د یوې بورۍ قزاقي اوړو بیه ۱۵۵۰ افغانۍ چې اوس هم همدا بیه لري، یوه بورۍ وریجي پخوا ۳۴۰۰ افغانۍ وي، چې اوس ۳۱۰۰ دي او یو شپاړ لېټره غوړي مخکې په ۱۵۰۰ افغانۍ و، خو اوس ۱۴۰۰ افغانۍ شوې دي.»

بل هټۍوال دوست محمد هم وویل:«که ډالرو ته وګورو، نو باید د اوړو، غوړیو، وریجو او نورو خوراکي توکو په بیو کې باید په لوړه کچه توپیر راغلی وای، خو تر اوسه په‌کې کوم ځانګړی توپیر نه تر سترګو کېږي.»

له دې سره سم د کابل ښاروالۍ وايي، د پلازمېنې په بازارونو کې د کورنیو او بهرنیو اسعارو بیو ته په کتو نرخونه ټاکل کېږي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي:«په کابل ښار کې چې کومه نرخ نامه وېشل کېږي په بشپړ ډول تطبیق او په‌کې د بهرنیو اسعارو بیه په نظر کې نیول کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه میاشت کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر او نورو بهرنیو اسعارو بیه راټیټه شوې او اوس یو امریکايي ډالر په نږدي ۷۶ افغانیو تبادله کېږي.

د کابل ښار ځينې اوسېدونکي د خلکو کمزوري اقتصاد ته په نغوتې سره وايي، سره له دې چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت راښکته شوی، خو د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې لا هم پر خپل ځای دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه