Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حقوق پوهان: حکومتي بنسټونو کې د سرپرستان د کار دوام غیرقانوني دی

په داسې حال کې چې د نوي حکومت د جوړېدو لپاره د اشرف غني او عبدالله عبدالله له سیاسي هوکړې شاوخوا پنځه میاشتې تېرېږي؛ خو تراوسه د حکومت کابینې له ولسي جرګې د باور رایه نه ده اخیستې.

ځينې حقوق پوهان په حکومت کې د سرپرستانو د کار دوام د اساسي قانون پرخالف او فساد پیدا کوونکی بولي.

له دې ډلې د اساسي قانون پر پلې کېدو د څارنې د کمېسیون پخوانی رییس ګل رحمان قاضي وايي:«سرپرستي یوه داسې کړنه ده چې په اداري فساد کې شاملېږي.»

د ولسي جرګې د تقنین د کمېسیون رییس غلام محی الدین منفصف وویل:«هر څومره چې په دغه بهیر کې ځنډ رامنځته شي په حقیقت کې دا د قانون تر پښو لاندې کول دي او دا بهیر له پڅوالی سره مخ کوي.»

په دې لړ کې یو شمېر سیاستوال وایي چې له اوو کلونو راهیسې حکومت تر ډېره د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او سرپرستان لږ ځواب ویونکي دي.

د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګنده کړه:«د افغانستان ملت ډېره کلکه تمه لري چې دافغانستان د قانوني مرکز چې ولسي جرګه ده، له تایید سره یو حکومت ولري.»

په دې لړ کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وایي چې د نوماند وزیرانو سندوونه د ولسي جرګې په کمېسیونونو کې دي او تر یوې بلې اوونۍ به نوماند وزیران د  باور رایې د اخیستو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژندل شي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل پاچا مجیدي په ډاګه کړه:«موږ هڅه کوو چې د کمېټو له رییسانو سره یوه نېټه مشخصه کړو چې د نوماند وزیرانو د معرفۍ لپاره یوه سمه نېټه تعیین کړو.»

د قانون له مخې نوماند وزیران دوه میاشتې په یوه وزارت کې د نوماند په توګه کار کولای شي، خو ځينې نوماند وزیرانو څو کاله په ملي یووالي حکومت او دغه راز په اوسني حکومت کې د سرپرستانو په توګه کې کار کړی دی. 

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وایي چې د نوماند وزیرانو سندوونه د ولسي جرګې په کمېسیونونو کې دي او تر یوې بلې اوونۍ به نوماند وزیران د  باور رایې د اخیستو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژندل شي.

شریک یي کړئ