د هرات د سرو زرو پلورونکو ټولنې په هرات کې د ناامنیو زیاتوالي او انستان تښتونې د زیاتولي په اعتراض کې په کاربندیز لاس پورې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په هرات ولایت کې د صرافانو ټولنې هم د ناامنیو او انسان تښتونې د زیاتوالي په اعتراض کې کاربندیز کړی دی.
د سرو زرو پلورونکي وايي چې وسله والو غلو او انسان تښتوونکو د هغوی ژوند او کار و بار ګواښي او امنیتي بنسټونه د خلکو د مال او ځان د امنیت په ټینګښت کې بې پروا دي.
د هرات د سرو زرو د پلورونکو ټولنې رییس عبدالاحد وویل:«د کال له پیله تراوسه، کابو ۷ زرګره اختطاف شوي دي او دوه زرګره شهیدان شوي دي او یو زرګر هم په بند کې دی اوس یې له هغه اته لکه ډالره غوښتي دي.»
هرات کې د سرو زورو پلورونکی:«له مرکزي حکومت او د هرات له والي زموږ غوښتنه دا ده چې د خلکو د مال او ځان امنیت ونیسي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دوو ورځو وروسته د هرات پولیسو د دغه ولایت یو صراف چې محمد اسماعیل نومېږي، د انسان تښتوونکو له منګلو آزاد کړ.
انسان تښتوونکو دغه صراف د دوشنبې په شپه د هرات په مرکز کې له خپل کوره تښتولی و.
له انسان تښتوونکو ازاد کړل شوی صراف محمد اسماعیل وویل:«ما ته یې وویل چې څلور موټر راغلي وو او څلور ساحیې مو تر څار لاندې لرلې په دې دلیل زیات زحمت مو ګاللی دی باید یو مېلیون ډالر راکړئ.»
د هرات د صرافانو د ټولنې رییس بها الدین رحیمي څرګندوي:«خلک له وسله والو غلاوو، له ترورونو، له اختطافونو او له ټلېفوني ګواښونو په تنګ شوي دي؛ په هرات کې د خلکو غوښتنه د امنیت تامین دی.»
د هرات والي سید وحید قتالي هم وویل:«موږ د وسله والې غلا او اختطاف ترمنځ توپير نه وینو؛ هغه د پيسو د ترلاسه کولو لپاره یوه وسیله ده او دا هم د پیسو د ترلاسه کولو لپاره یوه وسله ده. موږ له پنځو پراختو شبکو څخه درې یې نیولي دي او ټول مستند دي او ستاسو په واک کې دي.»
سره له دې چې، د هرات امنیه قومندانۍ وايي، د روان کال له پیله تر اوسه یوازې ۸ کسان تښتول شوي؛ خو د هرات د صرافانو او زرګرانو ټولنه بیا وايي چې، یوازې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ۹ صرافان او ۷ زرګران له هرات ښاره تښتول شوي دي.