د هرات ادرسکن اوسېدونکي وايي طالبانو تېره شپه (یکشنبې د مرغومې۲۸مه نېټه) دغې ولسوالۍ کې د پولیسو یو سرتېری له کوره ویستلی او وژلی یې دی.
یوه امنیتي سرچینه وايي چې طالبانو د یاد سرتېري سترګې ویستلي او یو غوږ یې هم ترې پرې کړی دی.
پېښه د ادرسکن ولسوالۍ مرکز په ۱۵۰ مټرۍ سیم کې شوې.
یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي چې وژل شوی سرتېری د ادرسکن ولسوالۍ د امنیه قومندان زوی و.
سیمه ییزو مسوولینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.