Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مرکچي پلاویو د تماس ډلو کې ادلون او بدلون

د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانستان د مرکچي پلاویو د تماس ډلو کې بدلون راغلی دی.

د افغانستان د سلامي جمهوریت مرکچي پلاوي په خبره د تماس تازه ډلې درې کس ییزه شوې دي.

غلام فاروق مجروح، فاطمه ګیلاني او محمد رسول طالب د افغانستان اسلامي جمهوریت، محمد نبي عمري قاري دین محمد او لطیف منصور د طالبانو د مرکچي ډلې د اړیکو کمیټې نوي غړي دي.

تر دې مخکې د اړیکو کميټه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت ۷ او د طالبانو ۵ غړي وو.

په دې سره پرون ماښام هم د اړیکو ډلې د مذاکراتو د کړنلارې پر سر د اختلاف حل لپاره غونډه کړې. په بېګانۍ غونډه کې ټینګار شوی چې دا غونډې دې دوام وکړي، څو ژر تر ژره کړنلاره وروستۍ شي.

په دې ناسته کې ټینګار شوی چې د تماس ډلې ناستې دوام وکړي او ژر تر ژره دې هوکړې ته ورسیږي.

پنځه ورځې مخکې دوحه کې سرچینو وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاوي د اصلي مذاکراتو پیل لپاره پر طرزالعمل هوکړې ته نه رسېدو سره، اوس د اختلافونو پایته رسولو په موخه  د امریکا په ګډون د افغان سولې بهیر کې ځينو ملاتړو هېوادونو ښکېلولو لپاره هڅې پیل شوې دي.

سرچینو زیاته کړه چې که د سولې خبرو پر وړاندې پرتو ستونزو حل لپاره امریکا او نور هېوادونه د تسهیل کوونکو په توګه وړاندې شي، ښایې ستونزې ژر تر ژره هوارې شي او یا هم طرزالعمل لپاره اختلافي مادې روستیو پړاونو ته واړولو شي او اصلي خبرو بانډې بحثونه پیل شي.

کابو یوې تېرې میاشت کې د تماس ډلو ترمنځ نهه او درې هم د دواړو لورو ترمنځ عمومي ناستې شوې دي. ټولو ناستو کې د سولې اصلي خبرو طرزالعمل باندې نه دي سره هوکړې ته رسېدلي.

طالبانو د سولې اصلي خبرو لپاره له امریکا متحده ایالاتو سره خپله هوکړه او حنفي فقه غواړي.

د افغانستان د سلامي جمهوریت مرکچي پلاوي په خبره د تماس تازه ډلې درې کس ییزه شوې دي

شریک یي کړئ