Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: طالبانو ۵۰ ورځو کې ۲۰۰۰ بریدونه کړي دي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو په تېرو ۵۰ ورځو کې د هېواد په ځينو برخو کې، څه باندې ۲۰۰۰ زره بریدونه کړي جې ذ ۲۶۱ ولسي وګړو د مړینې لامل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې په دغو بریدونو کې کابو ۶۰۰ ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

د ښاغلي ارین په وینا په دې موده کې په هغو بریدونو کې چې د امنیتي ځواکونو له خوا د طالبانو د خوځښتونو په ځواب کې شوي دي، کابو ۲۰۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
              
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه وویل:«د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو د یرغلي بریدونو په ځواب کې دغې ډلې ته مرګ ژوبله اړولې ده او د دغو ۵۰ ورځو په لړ کې د طالبانو ترهګرې ډلې څه باندې ۲۰۰۰ تنه غړي وژل او ټپيان شوي دي.»  

بل خوا ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې حکومت څه باندې شپږ زره طالب بندیان د سولې تا ټينګښت او تاوتریخوالي د کموالي په پار ازاد کړي وو، خو طالبانو بیا د خپلې ژمنې پر خلاف د تاوتریخوالی زیات کړی دی.
     
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وویل:«له بدغه مرغه د دې پر ځای چې طالبان د خپلو خلکو په وړاندې دا نامشروع جګړه ودروي بلکې هغه یې زیاته کړې ده. حکومت د تاوتریخوالي د کموالي لپاره شپږ زره او سل تنه طالب بندیان ازاد کړل او اوربند وکړي چې طالبانو دا کار ونه کړ.»

پخواني پوځیان د هېواد په نږدې ۳۰ ولایتونو کې د جګړو دوام بې مخینی بولي او په وروستیو ورځو کې د طالبانو په لاس د ځینو پوستو سقوط د کشفي او استخباراتي ادارو او د جګړې د مدیرانو ناتواني بولي.
         
پخوانی پوځي عتیق الله امرخیل هم وايي:«کمزورتیا په استخباراتو کې ده هم په عمومي استخباراتو کې او هم د ځواکونو په استخباراتو کې، او څه کمزورتیا هم د ځواکونو په قومندانیتونو کې ده.»

د هېواد امنیتي او دفاعي ادارو په دې موده کې تل د فعالې دفاع خبره کړې ده چې دا خبره د پخوانیو پوځیانو له نیوکې سره مخ شوې ده.
     
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند زیاتوي:«دفاعي حالت مو غوره کړی، هغوی هم زړور کېږي. موږ باید یرغلي حالت غوره کړو او له دفاعي حالت څخه بهر شو.»

خو طالبان په خپلو بریدونو کې د ملکیانو مرګ ژوبله ردوی او وایي چې د دوی جګړه د دولتي ځواکونو د بریدونو پر وړاندې ده.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې طالب بندیان له امریکا سره د دې ډلې د هوکړې له مخې خوشي شوي دي او په دې لړ کې بل کوم شرط نه و.

د کورنیو چارو  وزارت وايي چې په دې موده کې د طالبانو مرګ ژوبله هم تر ۲۰۰۰ زرو زیات ده، خو د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې په تړاو څه نه وايي.

شریک یي کړئ