Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیت لېږد ګډه قومنداني: هوايي بریدونه زیاتېږي

هېواد کې د جګړو زیاتوالي سره افغانستان کې د امنیت لېږد ګډه قومنداني وايي چې له افغان ځواکونو سره ګډ هوايي بریدونه زیاتیږي.

جان ډېدرېک څرګندوي چې امریکا متحده ایالتونه له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړه کچه ددې لامل شوې ده چې امریکایي پوځیان په هوایي بریدونو او دغه راز نورو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي‎.
 
د افغانستان لپاره د امنیت د لېږد د ګډې قوماندانۍ قوماندان، جان ډېدرېک زیاتوي:«‎د طالبانو تاوتریخوالی خورا  زیات  دی . موږ د افغانستان د امنیتي ځواکونو او حکومت ملاتړ ته دوام ورکوو او له طالبانو سره د هوکړه لیک له مخې به له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو؛ کله چې تاوتریخوالي زیات شي ؛ د افغان ځواکونو په ملاتړ به زموږ هوايي بریدونه او عملیات زیات شي.»

هغه د هغو رپوټونو په تړاو چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې خپلې پوځي اډې او جګړیز وسایل له منځه وړي ؛ داسې وایي.
 
جان ډېدرېک زیاتوي:«‎موږ هغه مرکزونه چې اړتیا وو وتړل شي؛ وتړل  او د خپلو ځواکونو مسوولانه  کموالو ته دوام ورکړو. زموږ د ځواکونو شمېر څلور زرو پنځه سوو ته کم شوی دی‎، خو لا هم کولای شو تر هغه بریده چې اړتیا ده له حکومت او افغان ځواکونو ملاتړ وکړو.»

دا امریکايي وايي چې یوازې په روان میلادي کال کې امریکا  له افغانستان سره د شپږ سوه ملیون ډالرو په ارزښت د جګړیزو وسایلو مرسته کړې ده .
 
د افغانستان لپاره د امنیت د لېږد ګډې قوماندانۍ په دې وروستیو کې دوه سوو پنځلس هاموې په کابل او دوه سوو څورلس نورهاموې په کندهار کې د افغانستان له پوځ سره مرسته کړې ده.

 یو زرو شپږ سوه دوربینونه ؛ لس چورکې او څلور الوتکې هغه نور تجهیزات دي چې په روان میلادي کال کې د امریکا متحده ایالتونو له لوري افغان پوځیانو ته سپارل شوي دي.

د افغانستان لپاره د امنیت لېږد ګډه قومنداني وايي چې اوس مهال هم افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۴۵۰۰ ته رسیږي

شریک یي کړئ