امریکايۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې دوشنبې (د لړم په ۲۶مه نېټه) یوه راپور کې ویلي و چې ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د راتلونکي زیږدیز کال جنوري پورې له افغانستان، عراق او سومالیا د خپلو ځواکونو ویستو فرمان صادر کړي.
د نیویارک ټایمز راپور له مخې ټرمپ د پوځي لوړپوړو چارواکو د لارښونو خلاف غواړي چې د روان زیږدیز کال تر پایه ۲زره او ۵۰۰ امریکايي سرتېري له افغانستان او عراقه وباسي.
له دې سره به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۴ زرو او ۵۰۰ تنو ۲۵۰۰ ته راکم شي او عراق کې به هم له ۳ زرو ۲۵۰۰ ته را کم شي.
په همدې حال کې یو شمېر امریکايي شنونکي د افغانستان ماتېدونکي حالت ته په کتو د ټرمپ پر دغې پرېکړې نیوکې کوي او زیاتوي چې د سرتېرو کمښت افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت او دوحه کې د سولې خبرو ګټورو پایلو پورې مشروط وو، په داسې حال کې چې افغانستان کې تاوتریخوالی ۵۰ سلنه زیات شوی دی.
ټرمپ په دې وروستیو څو ورځو کې د امریکا د دفاع وزیر، مارک اسپر په ګډون د پنټاګون څلور جګپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي دي.
رپوټونو کې دا هم راغلي، چې مارک اسپر له وخته وړاندې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو سره مخالف و.
مخکې له دې د امریکا ولسمشر، ویلي و چې د روان زیږدیز کال تر پایه به خپل سرتېري له افغانستانه اوباسي، خو د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار بیا څرګنده کړې وه چې ځواکونه به یې د ۲۰۲۱ کال لومړیو کې ۲۵۰۰ ته راکم کړي.
نېږدې یوه میاشت مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پر ټویټر پاڼې لیکلي و چې کریسمس کې به امریکايي سرتېري خپل هېواد ته وروغواړي، په داسې حال کې چې ټاکل شوې ولسمشر ټرمپ له دوو میاشتو کمه موده کې واک جوبایدن ته وسپاري.
جوبایدن د امریکا متحده ایالاتو په ټاکنو کې چې د نومبر په درېیمه نېټه ترسره شوې، بریا خپله کړه.