بغلان او نیمروز ولایتونو کې د طالبانو بریدونو پایله کې ۶ سرتېرو ژوند بایللی او ۱۲ نور ټپیان دي.
بغلان ولایت کې امنیتي سرچینې نن(دوشنبې د لیندۍ په ۱۲مه نېټه) وايي چې د دولتي ځواکونو پر کاروان برید پایله کې درېیو سرتېرو ژوند بایللی او شپږ نور ټپیان دي.
دغه سرچینې زیاتوي چې برید د بغلان ـ کندز د لویې لارې اړونده سیمه کې شوې.
سرچینه زیاتوي، دغه کاروان هغه مهال د طالبانو له کمین سره مخامخ شوی چې له بغلانه د کابل پر لور روان و.
ویل شوي چې نښته کې د افغان ځواکونو څو ټانکونه وران شوي دي.
طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی.
د یوه بل خبر له مخې د نیمروز ولایت چخانسور ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو بریدونو پایله کې ۳ سرتېرو ژوند بایللی او شپږ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې د نیمروز ولایتي شورا غړي څرګندوي چې نښته کې نهو سرتېرو ژوند بایللی او "طالبانو د پوستې تجهیزات له ځانه سره وړي دي. "
طالبانو د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.