طلوع نیوز د سولې مذاکراتو د دواړو لوریو وړاندیز شویو طرحو یوې نخسې ته چې د دغو مذاکراتو د اجنډا لپاره وړاندیز شوې دي لاسرسۍ موندلی دی.
د اوربند ټينګښت، د پولو ساتنه او ملي واکمني چې د افغانستان اسلامي جمهوریت استازيتوب وکړي، د بهرنیانو د لاسوهنې بندېدل، د جګړې د قربانیانو د حقونو تامین، ملي پخلاینه، د کلیو ملکي کول، د بشري ځواک او ټولنې مُلکي کول، د رسنیو د آزادیو تامین، اقتصادي ځانبسیاینه، د نشه يي توکو له قاچاق او پروسسه مخنیوي او د بهرینو جنګیالیو د فعالیت مخنیوی هغه تر ټولو مهمې غوښتنې دي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي یې د مذاکراتو په اجنډا کې د شاملېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي وړاندیزونه
* د افغانستان د خلکو د امنیت ټينګښت
* اوربند
* د پولو ساتنه
* ملي واکمني، د افغانستان اسلامي جمهوریت قانوني تمثیل
* د بهرنیو د لاسوهنو بندېدل
* بیړني پراختیایي او بشري خدمتونه
* له هېوادونو سره د اړیکو په تړاو سپېناوی
* د مذاکراتو د هوکړو د پلې کېدو کړنلارې
* د سیاسي لارې نقشه
* د جګړې د قربانیانو حقونه او اړوند مسایل
* ملي پخلاینه، د کډوالو راستنېدل، د کلیو ملکي کول او د کار د زمینې برابرول
* د بشري ځواک او ټولنې ملکي کول
* نړیوال ضمانتونه
* ملي ادارې
* د مطبوعاتو آزادي
* د افغانستان اقتصادي ځانبسیاینه
* د نشه یي توکو د قاچاق او پروسس مخنیوی
* د بهرنیو جنګیالیو مخنیوي
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې هکله وویل:«نړۍ هرې سولې ته رایه نه ده ورکړې، د دوی رایه باعزته او پایدارې سولې ته وه چې په هغه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت له خپلو ټولو ارزښتونو او لاسته راوړنو سره وساتل شي.»
بلخوا ولسمشر غني هم د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د مذاکراتو دویم پړاو په افغانستان کې مخته یوسي.
ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه:«که چېرې طالبان ادعا لري چې د افغانستان په خاوره کې دي؛ نو ولې د افغانستان په خاوره کې مذاکره نه کوي؟ د افغانستان هر ځای چې هغوی وغواړي، د افغانستان دولت به یې چمتو کړي چې له هغوی سره مذاکره وکړي. افغانان په خېمو کې مذاکره کولای شي، په سړې هوا کې هم. د دې وخت نه دی چې د ټولو وار له مخې شرط د لکسو هوټلونو وړاندیز وي. اړتیا ده چې تول خلک ووني چې د سولې مذاکرات څه ډول ترسره کېږي؟ پر کومو موضوعګا نو بحث کېږي او ولې؟»
اسلامي نظام او د راتلونکي اسلامي نظام د ډول په تړا بحث، د پوځي او امنیتي ادار او اسلامي شورا په تړاو بحث، د اساسي قانون په تړاو بحث، د بهرني سیاست په تړاو خبرې، د هېواد خپلواکي، په هېواد کې د یووالي ټینګښت، د ښوونیز نظام په تړاو بحث، د کونډو او یتیمانو د سرپرستۍ تضمین او د اسلام د لارښوونو له مخې د ښځو او ټولو هېوادونو د حقونو تامین د سولې مذاکراتو کې د شاملېدو لپاره د طالبانو مهمې غوښتنې دي.
د طالبانو د پلاوي وړاندیزونه
* اسلامي نظام
* د راتلونکي اسلامي نظام ډول
* زعامت
* پوځي او امنیتي سکټور
* اسلامي شورا
*اساسي قانون
*بهرنی سیاست
* د اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره له پرمختللو نړیوالو معیارونو سره د پالیسیو برابرېدل
*د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ پراختیا
*د افغانستان پیوستون او ملي یووالی
*ملي ګټو ته ژمنتیا
*ملي ارزښتونه
*پوهنه
* اساسي بشري حقونه
*د کونډو او یتیمانو د کفالت تضمین
*د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د ښځو حقونه
* ټول شرعي او اصولي حقونه
پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا هم وویل:«د مذاکراتو درېدل د ملت په ګټه نه دي او فکر کوم چې په دغو مذاکراتو کې نظام او د نظام څرنګوالی د طالبانو په لومړیتوب کې دي. »
دواړو لوریو خپلې وړاندیز شوې طرحې د مشورو لپاره یو بل ته سپارلي دي او دواړه لوري درویشت ورځې فرصت لري چې د سولې د مذاکراتو د اجنډا په تړاو سلا مشورې وکړي او د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی هم کابل ته ستون شوی دی.