د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې د جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې هغه مهال چاودنه وشوه چې د پولیسو یو موټر د سړک غاړې ماین باندې برابر شو.
هغه وايي چې په دغې چاودنه کې د پولیسو یو سرتېری وژل شوی دی او دوه تنه نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده چې کابل هم نن د ولسي جرګې پر یوه غړي د یوه موټر بم چاودنې شاهد و.
د پېښې شاهدان وايي چې دغه چاودنه د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردګ پر موټرو د کابل ښار د پنځمې حوزې په سپین کلي سیمه کې شوې ده او درې موټرو اور اخیستی دی.
که څه هم تراوسه امنیتي بنسټونو د دغې پېښې د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي، خو امنیتي سرچینه وايي چې په دغې پېښه کې ۹ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي او درې موټرو هم اور اخیستی دی.
تراوسه هېڅ کس او ډلې د دغو چاودنو مسوولیت نه دی منلی.
په دې اړه مو اندونه