په بغلان کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه تنه ولسي وګړي ووژل او د یوه پولیسو په ګډون پنځه تنه نور یې ټپیان کړل.
د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وايي چې دا پېښه د جمعې پر ماښام د پلخمري ښار د قشلاق واټ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پولیسو یو رنجر موټر له سیمې تېرېده.
د ښاغلي بشارت په وینا په دغې پېښه کې کابو شل هټۍ هم زیانمنې شوې دي.
د بغلان پولیس وايي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.