په کابل کې دوو امنیت ضد دوه پیښو کې ۳ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت (پنجشنبه د سلواغې په ۲مه نېټه) وايي لومړۍ پېښه د ښار په شپرمه امنیتي حوزه کې پر یوه کرولا موټر د چسپکي ماین چاودنه وه، چې له کبله یې یو تن ژوند بایلود او ۲ نور ټپیان شول.
ددې تر څنګ د پنځمي امنیتي حوزي اړوند کوټه سنګي سیمه کې د ملي پوځ د سرتېرو پر رینجر موټر نا پېژاندو وسله والو ډزې کړي چې له کبله یې دوو سرتېرو ژوند بایللی دی.
پولیس وايي دواړې پیښې تر څېړنې لاندې دي.
د کورنیو چارووزارت وايي چې دوهمه پېښه د طالبانو لخوا شوې، خو یادې ډلې په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه