Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د امنیت ضد پېښې؛ دوه تنه وژل شوي

په کابل ښار کې د امنیت ضد پېښو په لړ کې نن دوه تنه ووژل شول او پنځه تنه نور پټیان شوي دي.

سرچینې وايي چې نن سهار «یکشنبې د سلواغې په ۱۹مه» د کانونو وزارت د ټاپي پروژې رییس عبدالله اصفي موټر د کابل ښار په څلورو مکروریانو په سیمه کې په نښه شو چې د هغه په پایله کې د هغه چلوونکی او یو بل ولسي وګړی ټپیان شول.

سرچینو زیاته کړه چې په دغې پېښه کې ښاغلي اصفي ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.

بلخوا د کابل پولیس وايي چې دویمه چاودنه د کابل ښار د دولسمې حوزې په اړوند سیمه کې په کرولا موټر چاودنه وشوه، خو کومه مرګ ژوبله یې نه لره.

خو په درېیمه چاودنه کې د کابل د پغمان ولسوالۍ په قلعه داوود سیمه کې د ملي پوځ پر یوه موټر وشوه، د ملي پوځ درې تنه پوځيان ټپیان شول.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

له دې سره هم مهاله پولیسو د دوو تنو مړي چې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو وژل شوي وو پیدا کړي دي.

پولیس زیاتوي چې تراوسه د دغو پېښو څرنګوالی روښانه نه دی او په دې اړه پلټنې روانې دي.

تېره ورځ هم دوه ولسي وګړی او یو پولیس په کابل ښار کې د درې چاودنو په پایله کې ووژل شول او پنځه تنه نور پټيان شول.

سرچینې وايي چې نن سهار د کانونو وزارت د ټاپي پروژې رییس عبدالله اصفي موټر د کابل ښار په څلورو مکروریانو په سیمه کې په نښه شو چې د هغه په پایله کې د هغه چلوونکی او یو بل ولسي وګړی ټپیان شول.

شریک یي کړئ