Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سره پوځ د وتلو کلیزه او دافغانستان ستونزمن وضعیت په هکله اندېښې

نن د سلواغې شپږوشتمه، له افغانستانه د سرو ځواکونو د وتلو له دوه دېرشمې کلیزې سره سمون لري؛ هغه پېښه چې کورنۍ جګړې یې له ځان سره لرلې.

ولسمشر اشرف غني له افغانستانه د پخواني شوروي د سرو لښکرو د وتلو په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي دي چې له هېواده د دغو ځواکونو وتل مسوولانه نه وو او د هېواد د راتلوونکي لپاره د پروګرام نشتون د دې لامل شو چې افغانستان د کورنۍ جګړې په لور ولاړ شي.

هغه زیاتوي:«په دې دلیل چې د شوروي ځواکونو بهر کېدل مسوولانه نه وو، او د هېواد د راتلوونکي په هکله هېڅ تدبیر په پام کې نه وو نیول شوی، افغانستان په څو اړخیزې کورنۍ جګړه کې ښکېل کړل شو، چې په پایله کې یې امنیتي ځواکونه، ملي بنسټونه او د افغانستان بیخ بنسټونه له منځه ولاړل.»

په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د سلواغې میاشتې په همدې ورځ د شوري اتحاد ځواکونه له افغانستانه ووتل. هغه پوځیان چې لس کاله په افغانستان کې پاتې شول او په دې موده کې د مجاهدینو له ډلو سره پر جګړو بوخت وو.
   
پخوانی جهادي عنایت‌الله شاداب وايي:«نن په حقیقت کې د هغه پښې لوڅي ملت د بریا د ځلېدو ورځ ده چې د زبرځواک په وړاندې یې غږ اوچت کړ.»

د حزب اسلامي غړي کریم امین وویل:«هغه سیکولاران او کمونستان چې مدعي دي چې دا جګړه د دو زبرځواکو ترمنځ وه، د وخت پر تصدیق د واقعیتونو ابطال دی؛ بهرنیو هېوادونو له مجاهدینو سره هغه مهال خپلې مرستې پيل کړې چې د مجاهدینو بریا د هغو په وړاندې قطعي شوې وه.»

افغانستان ته د سره پوځ د ځواکونو راتلل له هماغه پېله د ملګرو ملتونو له غبرګون سره مخ شول.

د ۱۳۵۸ کال په مرغومې میاشت کې د دغه سازمان د اسمبلې په غونډه کې له قید او شرط پرته ژر تر ژره له افغانستانه د دغو ځواکونو پر وتلو ټینګار وشو.

په دې موده کې د وخت دولت له ګاونډیو هېوادونو سره د مستقیمو مذاکراتو وړاندیز وکړ چې د بهرنیو لاسوهنو په درېدو سره له افغانستانه د سره پوځ د وتلو لار هواره شي.

په افغانستان کې د سره پوځ د حضور د پای ته رسېدو لپاره مذاکرات شاوخوا اوه کاله وغځېدل .
 
اوس مهال چې له افغانستان د پخوانی شوروي د ځواکونو له وتلو څه باندې درې لسیزې تېرېږي؛ له دغه هېواد نه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو بحث تود دی.
 
ځینې شمېرې ښيي چې د سره پوځ او د افغانستان د خلکو ترمنځ لس کلنې جګړه کې څه باندې یو مېلیون افغانان ووژل شول، څه باندې یو مېلیون معلول شول او مېلیونونه تنه نور هم ګاونډیو هېوادونه ته کډوال شول.

په دې جګړه د سره پوځ ۱۴ زره سرتېري هم ووژل شول. دې جګړې له سیاسي او مالي اړخه هم سره پوځ ته سخت زیان واړاوه.

په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د سلواغې میاشتې په همدې ورځ د شوري اتحاد ځواکونه له افغانستانه ووتل.

شریک یي کړئ