د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني وايي چې د افغانستان اسلامي جمعیت به د سولې بهیر په هکله بې تفاوته نه وي.
ښاغلي قانوني نن یکشنبې د شوروي د سره پوځ پر وړاندې د کابلیانو د پاڅون د یوڅلوېښتمې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو وینا کوله وویل چې جمعیت اسلامي او خلکو په جګړه کې ډېره قرباني ورکړې ده.
هغه زیاته کړه:«بهیر بڼه غوره کوي، مصالحه کېږي؛ خو د مصالحې د رامنځته کېدو بڼه او د مصالحې د بهیر څرنګوالی او دریځ مهمه مسله ده چې د افغانستان اسلامي جمعیت، د افغانستان خلک او ویرجن او ټپي کابلیان، د دغې مسلې په هکله به بې تفاوته پاتې نه شي.»
ښاغلی قانوني د خپلې وینا په بله برخه کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د نقاق په اچولو تورنوي او وایي چې په اوسنیو شرایطو کې یووالي ته اړتیا ده.
ښاغلی قانوني زیاتوي:«انجینیر صاحب (حکمتیار) تاریخ بدل شوی! تاسې په تېر کې پاتې یاست. تاسې له هغه څه چې په تېر کې شوي دي، یو ډول د وجدان عذاب زغمئ.»
د ښاغلي قانوني نغوته د حکمتیار د څو ورځو مخکنیو څرګندونو ته ده چې ویلي یې و که چېرې له حکومت سره د هوکړه لیک مادې یې عملي نه شي، ارک به محاصره شي.
ښاغلی قانوني وایي چې کابلیانو او د کب د درېیمې پاڅون په افغانستان کې سره پوځ ته په ماتې ورکولو کې مهم رول لرلی دی.
۱۳۵۸کال د کب پر درېیمه خلکو په ډله ییزو اعتراضونو سره په افغانستان کې د سره پوځ د حضور پر وړاندې خپله نارضایتې په ډاکه کړه. کابلیان وایي چې دغه پاڅون درې ورځې دوام وموند، خو دا پاڅون د شوروي ځواکونو له لوري وځپل شو او ګڼو پاڅونوالو ته یې مرګ ژوبله واړوله چې کره شمېر یې نه دی څرګند شوی.