Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مېرمنې د لاسلیکونو غونډولو سره دخپلو لاسته راوړونو خوندیتوب غواړي

د هېواد د ۱۵ ولایتونو سل زره ښځو پر سپینو پاڼو لاسلیکونه کړي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغان سولې بهیر کې، د ښځو پر حقونو د معاملې مخنیوی دې وکړي.

ځينې دغه ښځې د هېواد د ناامنو ولایتونو او ځينې یې د جګړې د قربانیانو د کورنیو غړې هم دي چې د خپلو لاسلیکونو ترڅنګ یې لیکلي دي چې باید په هېواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او طالبان د ښځو حقونه په رسمیت وپېژني.

د لاسلیکونو د راغونډولو پروګرام همغږې کوونکې فرشته علي زی وايي:«اجازه نه ورکوو چې زموږ له حقونو سره معامله وشي او یا د سولې له بهیره بې خبرې پاتې شو او په دغو لاسلیکونو کې موږ سوله غوښتې ده.»

د سولې او ډموکراسۍ بنسټ مسووله فروزان رسولي هم څرګندوي:«په نړۍ کې له ښځينه مشرانو زموږ غوښتنه دا ده چې له افغان مېرمنو ملاتړ وکړي.»

لاسلیک کوونکو په نړۍ کې له ښځینه مشرانو غوښتي چې، د افغان ښځو له حقونو ملاتړ وکړي او په وینا یې طالبان دې ته اړ کړي چې، اوسنی افغانستان ومني.

د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه صافۍ وايي:«د ښځو عالي شورا مشرتابه ته د ښځو د غږ رسېدو یو ادرس دی.»

په کابل کې د هالنډ سفارت هم له طالبانو سره د سولې بهیر کې د ښځو پر رول ټینګار کوي او وايي چې، دوی هم له خپلو پروګرامونو سره د سولې او امنیت په چارو کې د ښځو له ونډې څارنه کوي.

کابل کې د هالنډ سفیر ساسیلیا ویګرز وویل:«موږ له ځینو نورو هېوادونو سره چې په سر کې یې نړۍواله ټولنه ده، په ژنېف غونډه کې د څلورو نورو کلونو یعنې تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه. ولې موږ ته دغه پروګرام مهم دی او ولې موږ له هغې ملاتړ کوو. تر ټولو مهم دلیل یې دا دی چې، د ښځو ځای ځایګی جوت شي او د هغو غږونه هم واورېدل شي.»

لاسلیک کوونکو همداراز لیکلي چې، د سولې په یوې هوکړه کې د تېرو لاسته راوړنو، د ښځو د حقونو او د افغانستان د لږکیو په اړه آن باید بحث هم ونه شي.

له طالبانو سره د احتمالي سولې له هوکړې وروسته د ښځو د حقونو څرنګوالی په دوحه کې په سولې بهیر کې یو له مبهمو موضوعاتو شمېرل کېږي او طالبانو هم ویلي چې، ښځې د اسلام قانون په اډانه کې کولی شي، خپل حقوق ترلاسه کړي؛ خو د بشري حقونو فعالین وايي، طالبان لا هم په دې برخه کې سخت دریځه دي.

شریک یي کړئ